«اسوشیټېد پرېس» راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک پنجشنبه په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزی دفتر کې خبریالانو ته ویلی چې یاد دوه کارکوونکی خوشی شوی، روغتیایی وضعیت یې ښه دی او ظاهراً له کومې بلې قضایی یا حقوقی ستونزې سره نه دی مخ شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی دفتر (یوناما) هم ویلی چې دغه دوه کارکوونکی چې د اګسټ په نهمه په هرات ښار کې نیول شوی وو، د پنجشنبه سهار خوشی شوی او روغتیایی وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

یوناما زیاته کړې چې تر اوسه په رسمی ډول د دغو دوو کارکوونکو د نیول کېدو لامل نه دی معلوم، خو له افغان چارواکو سره د موضوع د تعقیب لړۍ ته دوام ورکوی.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلی چې دغه سازمان موضوع څاری، څو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امتیازونو او مصونیتونو، د دغه سازمان د کارکوونکو او اړوندو کسانو د امنیت، مصونیت او د تګ راتګ د ازادۍ د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شی.

افغان چارواکو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغو دوو کارکوونکو د خوشی کېدو په اړه څه نه دی ویلی.