د سویس خبری رسنۍ (SWI) د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلی چې دغې محکمې له سویس څخه د یوه ځوان افغان د ایستلو د پرېکړې پر وړاندې د هغه د استیناف غوښتنه رد کړې ده.

د راپور له مخې، د محکمې قاضیانو د حکم له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتی او بشری وضعیت بیا ارزولی دی.

سرچینې د محکمې له قوله لیکلی چې د افغانانو بېرته افغانستان ته ستنول باید لا هم محدود وی؛ خو په هغو مواردو کې چې یو کس مناسب شخصی شرایط ولری، افغانستان ته یې ایستل جواز لرلی شی.

په راپور کې راغلی چې دغه حکم د افغانستان پر ټولو سیمو د پلی کېدو وړ بلل شوی دی.

د دې قضیې دوسیه د یوه ځوان افغان په اړه ده چې کاری سابقه لری او ویل شوی چې په کابل کې د کورنۍ د یوې شبکې له ملاتړه هم برخمن دی.

د سویس د کډوالۍ ادارې د 2025 کال په پای کې د دغه کس د پناه غوښتنه رد کړې او له هغه یې غوښتی وو چې سویس پرېږدی.

د راپور له مخې، دغه حکم ښایی افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د سویس د تګلارې د بدلون څرګندونه وکړی؛ ځکه له دې مخکې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کسانو د وضعیت په اړه جدی اندېښنې مطرح شوې وې.