المرصاد په یوه امنیتی راپور کې لیکلی: حسیب پنجشیری د مقاومت جبهې له پېژندل شوو قوماندانانو څخه و او هغه کس و چې په وروستیو کلونو کې یې په پنجشېر کې د حکومت پر ضد فعالیت کاوه. نوموړی د طالبانو د امنیتی ځواکونو په یوه هدفمند عملیات کې، هغه مهال ووژل شو چې د شمالی سالنګ پر لور روان و.
د یوې باخبره سرچینې په وینا، چې له المرصاد سره یې خبرې کړې، په دې پېښه کې د «حسیب قوای مرکز» ترڅنګ د هغه دوه ملګری هم وژل شوی او د دې ډلې 9 نور غړی نیول شوی دی.
د افغانستان د ملی مقاومت جبهې د سیاسی دفتر مشر عبدالله خنجانی په یوه ویډیویی پیغام کې د حسیب قوای مرکز د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
35 کلن حسیب پنجشیری په 2010 کال کې د پوځی زدهکړو له بشپړولو وروسته د افغانستان د ملی امنیت ادارې (NDS) ځانګړو ځواکونو ته شامل شو.
هغه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دې ادارې په ګڼو عملیاتو کې ګډون وکړ او د خپلې میدانی وړتیا له امله په چټکۍ سره مهمو امنیتی دندو ته لوړ شو.
حسیب په 2018 کال کې، له اته کلنې دندې وروسته، له ملی امنیت سره له همکارۍ لاس واخیست.
د 2021 کال د اګست پر 15مه د جمهوری نظام له سقوط وروسته، حسیب پنجشیری له خپلو تر لاس لاندې ځواکونو سره د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت له جبهې سره یوځای شو او په پنجشېر دره او د هندوکش په غرونو کې یې د طالبانو پر وړاندې په چریکی جګړو کې ګډون وکړ.
هغه په دې موده کې د مقاومت جبهې پر یوه مهم او محوری څېره بدل شو او د طالبانو پر ضد یې په ګڼو عملیاتو کې ګډون وکړ.
په وروستیو کلونو کې د هغه انځورونه او ویډیوګانې په غرنیو سیمو کې خپرېدې، چې ښودله یې نوموړی لا هم د افغانستان په دننه کې د مقاومت له ځواکونو سره یوځای حضور لری.
هغه په یوه ویډیو کې ټینګار کړی و چې د طالبانو پر وړاندې به خپلې وسلهوالې مبارزې ته دوام ورکړی.
