آیت‌الله دژکام د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو له رئیس نادر یاراحمدی سره په لیدنه کې، په ایران کې د میلیونونو کډوالو شتون ته په اشارې سره، د دې موضوع پر هوښیار او سنجول شوی مدیریت ټینګار وکړ او د حضرت شاهچراغ (علیه‌السلام) په سپېڅلی حرم کې یې د شهید قائد لپاره د افغانانو د ماتم غونډې استثنایی، بې‌سارې او حیرانوونکې وبللې.

په فارس ولایت کې د اسلامی انقلاب د رهبر استازی د مقاومت په جبهه کې د افغان جنګیالیو حماسی حضور ته په اشارې وویل: «د فاطمیون ځوانان زموږ همکاران او همسنګران دی او باید دغو مجاهدتونو ته په ځانګړې توګه پاملرنه وشی.»

نوموړی د افغانستان د شیعه‌ګانو او د فاطمیون د زړورو جنګیالیو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه قشر هم په خپل هېواد کې له خپلو حقونو محرومېږی او هم دلته مظلوم دی. هغه له مسؤلینو وغوښتل چې له قانونی ظرفیتونو او موجودو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې، د دغو کسانو د حقونو د ساتنې او د هغوی د چارو د اسانتیا لپاره ګامونه پورته کړی.

د شیراز امام جمعه په پای کې د افغان کډوالو ورځنیو ستونزو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د زده‌کړو مسئلې، ته په اشارې سره د انسانی کرامت پر ساتنې او له هغوی سره د درناوی پر بنسټ د چلند ټینګار وکړ. هغه غوښتنه وکړه چې له بهرنیو اتباعو سره مرستې دې په حساب شوې او هوښیارانه توګه ترسره شی، څو له یوې خوا د هغوی ستونزې هوارې شی او له بلې خوا د هېواد نفوسی او مذهبی جوړښت هم په تدبیر او دقت سره مدیریت شی.