دغه وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دغه وزارت مرستیال مولوی احمدالله زاهد د بلاروس د سوداګرۍ وزارت له مرستیال ولادی میرویچ ریژکوفسکی، د دغه هېواد د نفتو ادارې له مرستیال ولادی میر سیلویچ سیزوف او د بلاروس د پانګونې خونې له مرستیال ګینادی ویکنتویچ کلیګا سره لیدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د افغانستان د صادراتو پراختیا، له بلاروس څخه د نفتی توکو واردولو، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د صنعت او انرژۍ برخو کې د همکارۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصی سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دی.

سرچینې زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو چارواکو د شته اقتصادی ظرفیتونو پر اغېزناکې کارونې، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډو پانګونو پر رامنځته کولو او د افغانستان او بلاروس ترمنځ د عملی همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی چې د بلاروس لوری ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د نفتی توکو د لېږد او واردولو برخه کې له دولتی ادارو او خصوصی سکټور سره د مستقیمې همکارۍ او تړونونو د لاسلیکولو لپاره به لازم اقدامات وکړی.

دا لیدنه داسې مهال شوې چې افغانستان له سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا له لارې د خپلو صادراتو د زیاتولو، د پانګونې د جلب او د اقتصادی همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوی.