د خپرو شویو راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ، د زمری په 30مه، قاضی وارګاس د 75 هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د صادرولو د بندیز په اړه حکم صادر کړ او هغه تګلاره یې لغوه کړه چې مخکې د ټرمپ حکومت وضع کړې وه.
دې قاضی ویلی چې د امریکا د حکومت له خوا د ویزو د صادرولو درول د دغه هېواد له مهاجرتی قوانینو سره سمون نه لری او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو صلاحیت نه لری چې د مهاجرتی قوانینو له چوکاټ څخه ور هاخوا اقدام وکړی.
وارګاس په خپل حکم کې ویلی چې د امریکا د مهاجرت قانون اجازه نه ورکوی چې د ویزو صادرول یوازې د متقاضی د تابعیت پر بنسټ او په عمومی ډول ودرول شی؛ بلکې باید داسې عوامل لکه له عامه مرستو سره د فرد تړاو، د متقاضی عمر، کورنی وضعیت، مالی سرچینې، زده کړې او مهارتونه په پام کې ونیول شی.
دغه قاضی، چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال دې دندې ته ټاکل شوې وه، همداراز ویلی چې نوموړې حکم د بشری حقونو د یو شمېر بنسټونو له شکایت وروسته صادر کړی دی. په دغو بنسټونو کې د کاتولیک مهاجرتی حقوقی شبکې او د افریقایی ټولنو د یوځایوالی سازمان، سربېره پر یو شمېر د مهاجرتی ویزو متقاضیانو، شامل دی.
د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د 2026 کال په جنوری کې اعلان کړی و چې د 75 هېوادونو د اتباعو لپاره، چې افغانستان، ایران، پاکستان، بنګلهدېش او د افریقا، منځنی ختیځ، لاتینې امریکا او کارائیب د سیمې یو شمېر هېوادونه هم پکې شامل دی، د ویزو صادرول دروی.
