طالبانو د خپلې ډلې د پولیسو په قانون کې په افغانستان کې د هر ډول مظاهرو ترسره کول منع کړی دی.

د عدلیې وزارت نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلی چې د شرطې یا پولیسو قانون له توشېح وروسته د رسمی جریدې په 1496مه ګڼه کې خپور شوی چې یوه مقدمه، دوه بابونه، پنځه فصلونه او 53 مادې لری او د کورنیو چارو وزارت یې د تطبیق مرجع ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه قانون کې د امنیت ټینګښت، د پولو امنیت، عبور او مرور، بندیانو، لرغونو اثارو او ځنګلونو، د ماشومانو د تأدیب، د اورلګېدنې د مخنیوی، د نشه‌یی توکو د مخنیوی، د انسان‌تښتونې او قاچاق د مخنیوی او نورو اړوندو برخو کې د پولیسو دندې مشخصې شوې دی.

دغه وزارت ویلی چې په قانون کې د پولیسو له لوری د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیول، د مظنون تر څارنې لاندې راوستل، تلاشی او د پولیسو ځینی نور اقدامات هم بیان شوی او په بېلابېلو برخو کې د وسایلو د کارولو صلاحیتونه یې هم مشخص شوی دی.

په دې قانون کې د 50مې مادې له مخې راغلی دی: «د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهره منع ده.»

په دې قانون کې د دې ممنوعیت د حدودو او د عملی کولو د څرنګوالی په اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې څو ځله اعتراضونه ځپلی او یو شمېر اعتراض کوونکی یې نیولی دی.