په تازه غبرګونونو کې، د افغانستان جهادی مشر او سیاسی څېره محمد اسماعیل خان د حسیب پنجشیری د وژل کېدو په غبرګون کې ویلی چې نوموړی د جمهوری نظام له سقوط وروسته په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په شمالی غرنیو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت او مبارزه کړې ده.
اسماعیل خان د ملی مقاومت جبهې د دغه قوماندان د وژل کېدو له امله د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلی: «د حسیب پنجشیری سنګر به تش پاتې نه شی» او د افغانستان د ازادو بچیانو وینه به د ظلم او ستم بنسټونه له منځه یوسی.
د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضلاحمد معنوی هم د حسیب پنجشیری له جسد سره د طالبانو د ځواکونو د چلند او د هغه د جسد د سپکاوی په اړه ویلی چې د وژل شویو کسانو د جسدونو سپکاوی د اخلاقی ماتې نښه ده.
معنوی زیاته کړې چې ځواکمن انسان له خپل وژل شوی دښمن سره نه نښلی، او د فاتح شرافت د هغه له چلند سره له مغلوب سره څرګندېږی.
هغه همداراز ویلی چې حسیب پنجشیری په تېرو پنځو کلونو کې خپل مقاومت ته دوام ورکړ او بالاخره په یوه نابرابره نښته کې ووژل شو، خو تسلیم نه شو.
تر دې مخکې هم د طالبانو مخالفو سیاسی مشرانو او جریانونو، په ګډون احمد مسعود، عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم، محمد محقق او سمیع سادات، په جلا جلا اعلامیو کې د حسیب پنجشیری د وژل کېدو په اړه غبرګونونه ښودلی وو.
رسنیو راپور ورکړی چې د حسیب پنجشیری ترڅنګ د هغه دوه ملګری هم وژل شوی او د هغوی جسدونه لا هم خپلو کورنیو ته نه دی سپارل شوی.
حسیب پنجشیری د پنجشنبې په ورځ، د اسد په 29مه، له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
د طالبانو سرچینو د هغه وژل کېدل تأیید کړی او ویلی یې دی چې دغه قوماندان د طالبانو د امنیتی ځواکونو په یوه هدفمند عملیاتو کې وژل شوی دی.
