رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا دوه بجې، د کوناکری ښار په «ګېبېسیا» سیمه کې د شپې له سخت ورښت وروسته شوې ده.
د ګینی حکومت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې 30 کسان مړه، شپږ سخت او 16 نور سطحی ټپیان شوی دی.
ویل شوی چې سخت بارانونه د کثافاتو د یوې لویې ډېرۍ ښویېدو لامل شوی او د سیمې شاوخوا یې یو شمېر خېمې او غیرمعیاری کورونه لاندې کړی دی.
په راپور کې راغلی چې ژغورونکی د لویو ماشینونو او نورو وسایلو په مرسته سیمه کې تر خاورو لاندې د احتمالی لاندې شوو کسانو په لټون بوخت دی.
سرچینې لیکلی چې د ګینی حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د موجودو خطرونو، په ځانګړی ډول د بارانونو په موسم کې به یاده سیمه وتړل شی او کثافات به له پلازمېنې بهر ولېږدول شی.
د ګینی لومړی وزیر امادو اوری باه له پېښې وروسته سیمې ته تللی او له خلکو یې غوښتی چې خپل ارام وساتی، له زیانمن شوو کسانو سره خواخوږی او پیوستون وښیی او د ژغورونکو ځواکونو او مسوولینو لارښوونې مراعات کړی.
