مظفری له ایران سره د افغانستان د سیاسی همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ ټینګار وکړ: «د ایران اسلامی جمهوریت تل د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې، له تېلو او سونتوکو، برېښنا او ټرانزیټ څخه نیولې، ملاتړ کړی دی او اوس تمه لرو چې دا همکاری د اوبو په برخه کې هم دوام وکړی.»
هغه وویل: «افغانستان تر اوسه له موږ سره ښه همکاری کړې ده او په همدې وروستۍ جګړه کې یې هم زموږ ملاتړ وکړ او د امریکا له اقتصادی وړاندیزونو سره سره یې اجازه ورنه کړه چې د ایران د اسلامی جمهوریت پر ضد د افغانستان له خاورې استفاده وکړی.»
د مشهد د اوبو د شدید کمښت په اړه والی زیاته کړه: «افغانستان ته زموږ په تېر سفر کې مو له طالبانو وغوښتل چې په مشهد کې د مېشتو افغان کډوالو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په برخه کې همکاری وکړی.»
مظفری وویل: «د دوستۍ بند چې د مشهد ښار د اوبو د برابرولو تر ټولو مهمه سرچینه وه او له 1.2 میلیارد لېټرو څخه زیات ظرفیت یې درلود، نن ورځ نږدې له استفادې وتلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لوری کې د پولې هغې غاړې ته بندونه جوړ شوی چې په خراسان رضوی کې یې د اوبو د سرچینو په وچېدو کې ونډه لرلې ده.»
مظفری ټینګار وکړ: «زه له همدې ځایه اعلان کوم چې د افغانستان د حکومت سیاستوال او پرېکړه کوونکی کولی شی له موږ سره مرسته وکړی. په هر حال، نن ورځ په مشهد کې له یو میلیون څخه زیات افغان اتباع مېشت دی چې نیمایی یې رسمی او نیمایی یې غیررسمی دی.»
هغه زیاته کړه: «دغو عزیزانو بېلابېلې اړتیاوې لری چې موږ یې د مېلمهپالنې او ورورولۍ پر بنسټ د پوره کولو هڅه کوو.»
د خراسان رضوی والی وویل: «په داسې شرایطو کې د افغانستان او ایران د پولې په هغې غاړه کې د سلما بند له 380 میلیون متر مکعب څخه زیات ظرفیت لری او له اوبو ډک دی، چې کولی شی د موجودو ډېرو ستونزو په هواری کې مرسته وکړی.»
