د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) سرمنشی طلعت‌بیک مسادیکوف ویلی چې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د اړتیا وړ وسلو او تجهیزاتو نوملړ نهایی شوی او ټاکل شوې چې لومړنۍ جوپه یې د روان کال په منی کې تاجکستان ته وسپارل شی.

هغه ویلی چې د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیت یوازې د تاجکستان لپاره نه، بلکې د دغه سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره مهم دی.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نوموړی د څرګندونو په غبرګون کې ویلی چې افغانستان څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.

هغه رسنیو ته ویلی چې امنیتی ځواکونو د افغانستان په خاوره کې ښه امنیت ټینګ کړی او په سرحدونو کې هم ټولو ستونزو ته متوجه دی.

مجاهد زیاته کړې: «دا اندېښنې چې تل اورېدل کېږی، زموږ په نظر تر ډېره حقیقت نه لری؛ کېدای شی د ځینو مغرضو هېوادونو استخباراتی کړۍ د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالی د رامنځته کولو لپاره ځینی ناسم او غلط معلومات دغه سازمان ته انتقالوی.»

د هغه په خبره، افغانستان څو ځله ټینګار کړی چې که کوم ګواښ متوجه وی، اسلامی امارت به ورسره جدی چلند وکړی او یاد هېوادونه او سازمان کولای شی خپلې اندېښنې له افغانستان سره شریکې کړی.