Back
هرات کې 2 طالبان د خپل ماین چاودنه کې ووژل شول
Published: 1389/05/13 0:0News ID: 1199Source: ایرکا خبری آژانس

د هرات امنیتی چارواکی د رباط سنکی ولسوالۍ په درزک سیمه کې په داسې حال کې د دوه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوی، چې د سیمې اوسیدونکی بیا د دې پېښې له رامنځ ته کېدو څخه ناخبری ښیی.
د هرات امنیه قومندانۍ په یوې خبر پاڼې کې خبر ورکړ، چې تېره ورځ د دې ولایت د کشک رباط سنگی ولسوالۍ په درزک سیمه کۍ هغه مهال دوه وسلوال طالبان د خپل ماین چاودنه کې ووژل شول، چې غوښتل یې ماین ځاى پرځاى کړی.
خو د سیمې اوسیدونکی بیا له پېښې ناخبری ښیی او وایی، چې سیمه کې کومه چاودنه نه ده رامنځته شوې.
یوه سیمه ییز لوړ پوړی دولتی چارواکې هم د نوم د نښودلو په شرط کلید ته د ټلیفون په لیکه، سیمه کې د داسی پېښې پېښېدل رد کړل.
د وسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی هم د نامعلوم ځاى څخه د تلفون په لیکه کلید ته په خبرو کې داخبر رد کړ.
درزک او یکه توت د رباط سنگی ولسوالۍ له هغو سیمو څخه کڼل کیږی، چې د دې ولسوالۍ د ولسوال په وینا وسله وال پکې په پراخ ډول پکې حضور لری.