د معتبرو سرچینو له قوله، مولوی دانشیار، د طالبانو د عدلیې وزارت د تخنیکی کمېسیون غړی، د یکشنبې په ورځ (د سنبلې 8مه) د دغه وزارت د حکم له مخې خاتمالنبیین (ص) حوزې ته راغلی او له مسؤلینو او طلابو یې غوښتی چې د دې علمی او مذهبی مرکز احاطه خالی کړی.
د سرچینو په وینا، مولوی دانشیار د حوزې په احاطه کې د دینی علومو د طلابو له منطقی پوښتنو او اعتراضونو سره مخ شوی. طلابو خپلې ستونزې او اندېښنې مطرح کړې او د طالبانو له حکومت یې غوښتی چې د دې دینی مرکز د بیا پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړی.
د خاتمالنبیین (ص) علمی حوزه د کابل ښار د شیعیانو یو له مهمو علمی او مذهبی زدهکړو مرکزونو څخه ګڼل کېږی.
د دې حوزې مهمې برخې د عاشورا په ایامونو کې او د تمدن تلویزیون له تړلو یوه ورځ وروسته، د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا وتړل شوې. دغه وزارت د دې اقدام لپاره لاملونه څرګند کړی، خو حوزې ته نږدې سرچینو دا لاملونه «بې بنسټه بهانې» بللی دی.
د دینی عالمانو او د شیعیانو د بېلابېلو قشرونو د پرلهپسې غوښتنو سره سره، تر اوسه د خاتمالنبیین (ص) د تړلو برخو د بیا پرانیستلو لپاره کومه عملی ګام نه دی پورته شوی.
دا کړنې په داسې حال کې دوام لری چې د شیعیانو ټولنې د دې علمی او مذهبی مرکز د بیا پرانیستلو غوښتنې تر اوسه د طالبانو له خوا له پامه غورځول شوی دی.
