قالیباف د سه‌شنبې شپې د ایران په جنوب کې پر ملکی مرکزونو د امریکایی بریدونو او د سیریک ټاپو په یوه واده کې د یو شمېر ایرانیانو د وژل کېدو په غبرګون کې، په میناب او لامرد کې د امریکا جنایتونو ته په اشارې، په خپل شخصی حساب کې لیکلی:

«د میناب ښوونځی: ماشومان ووژل شول.

د لامرد ورزشی تالار: ماشومان په وحشیانه ډول ووژل شول.

د کوهستک واده: ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای ووژل شول.

که یو ځواک د شیطان په څېر عمل وکړی، د شیطان په څېر هدفونه وټاکی او د شیطان په څېر خلک ووژنی، نو هغه ځواک شیطان دی.

او که همدا ځواک له یوه کوچنی شیطان څخه، چې کټ مټ همدا کارونه کوی، ملاتړ او د هغه ساتنه وکړی، نو بیا خپله «ستر شیطان» دی