څلور لسیزې جګړې په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتېدو لامل شوې او میلیونونه کونډې او یتیمان یې پر ځای پرېیښی دی.
غور کې د پژواک خبریال د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د کارګرو ماشومانو په اړه راپور چمتو کړی دی. د خبریال موندنې ښیی چې هره ورځ د ښار بېلابېلو سیمو کې سلګونه ماشومان راټولېږی او د ترکاریو او مېوو پلورلو، نانوایۍ، ورکشاپونو، خښتو بټیو او نورو کارونو کې بوخت وی.
غور کې د هریرود سیند غاړې ته هره ورځ لسګونه موټر د مینځلو لپاره وروستل کېږی، ډېری هغه کسان چې دغلته موټر منیځی، له 18 کلونو کمعمره ماشومان دی.
په دغه ځای کې ماشومان له سهاره تر ماښامه له سطلونو، ټوکرانو او پښو کړو موزو سره د موټرو ورتلو په تمه وی او د موټرو مینځلو او پاکولو له لارې د خپلو کورنیو د ژوند د لګښتونو یوه برخه برابروی.
12 کلن رمضان هم له دغو ماشومانو یو دی؛ هغه چې له لرې موټر ووینی، په ټول توان منډه ور وهی، څو له نورو مخکې ځان ورته ورسوی او موټرلرونکی قانع کړی چې موټر یې ومینځی.
رمضان پژواک ته وویل: «هر سهار دغه ځای ته راځم، څو د خلکو موټر ومینځم او ماښام کور ته له ځان سره څو ډوډۍ یوسم.»
هغه زیاته کړه، خپل کار په صداقت ترسره کوی، څو د موټردارانو رضایت ترلاسه کړی او هغوی وهڅوی چې بیا هم د موټر مینځلو لپاره ده ته مراجعه وکړی.
هغه زیاتوی چې د کورنۍ بېوزلۍ او تنګلاسۍ او همدارنګه د خپل سپینږیری پلار بېکارۍ اړ کړی چې د کورنۍ د ژوند د لګښتونو دروند بار پر خپلو اوږو واخلی او په ښوونځی کې له زدهکړو پاتې شی.
د نوموړی په خبره: «پلار مې ناروغ دی، کار نه شی کولای، زموږ اقتصادی وضعیت خراب دی، زه اړ یم چې دلته کار وکړم او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، که زه ښوونځی ته لاړ شم، کار نه شم کولای، ټوله کورنۍ مو وږې پاتې کېږی، څوک نشته چې له موږ سره مرسته وکړی.»
رمضان وایی چې له دغه کاره هره ورځ شاوخوا 200 تر 300 افغانیو پورې عاید ترلاسه کوی او ټول عاید یې د خپلې څلورکسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره لګول کېږی.
هغه هیله لری چې یوه ورځ دا ستونزې پای ته ورسېږی او دی هم د خپلو همځولو په څېر ښوونځی ته ولاړ شی او زدهکړې وکړی.
یوازې رمضان نه دی چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د هریرود سیند غاړې ته موټر مینځی، له هغه سره یو شمېر نور ماشومان هم شته چې له سهاره تر ماښامه په دغه ځای کې موټر مینځی.
14 کلن نورالدین هم یو له دغو ماشومانو دی چې د کورنۍ د بېوزلۍ او نادارۍ له امله له ښوونځی پاتې شوی او اړ دی هره ورځ د خلکو موټر ومینځی او د خپلې پنځهکسیزې کورنۍ د ضرورتونو پوره کولو لپاره د ورځې تر 200 افغانیو وګټی.
د نورالدین پلار له کلونو راهیسې فلج دی او د ناروغۍ پر بستر پروت دی.
هغه زیاتوی چې که یوه ورځ یې د کورنۍ اقتصادی وضعیت ښه شو، غواړی بېرته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی، څو په راتلونکی کې ډاکټر شی او له دې لارې خپل ولس او ټولنې ته خدمت وکړی.
د رمضان او نورالدین ترڅنګ نور ماشومان هم شته چې د سړک غاړو ته د توکو د پلور، د پلاستیکونو او زړو اوسپنو ټولولو له لارې له خپلو کورنیو سره مرسته کوی.
13 کلن نثاراحمد هم له هغو ماشومانو دی چې هره ورځ د سړک غاړې ته ترکاری پلوری، څو په دې توګه د خپلې کورنۍ په اقتصادی وضعیت کې مرسته وکړی.
هغه له سهاره بیا د غرمې تر 12 بجو ښوونځی ته ځی او له غرمې وروسته په یوه لاسی کراچۍ کې نوشپیاز، نعنا، ګشنیز، ګندنه او نوره ترکاری پلوری او له ترلاسه کېدونکی عاید څخه د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروی.
هغه له خپل ورځنی عاید څخه خوښ دی او وایی چې په عمومی ډول هره ورځ تر 300 افغانیو پورې ګټه کوی؛ خو ځینی وخت یې عاید تر دې زیات او ځینی وخت کم وی.
نوموړی زیاتوی چې که څه هم د دغه کار له امله نه شی کولای خپلو درسونو ته په ښه توګه پاملرنه وکړی، خو هڅه کوی چې له خپلې کورنۍ سره د مرستې ترڅنګ خپلو زدهکړو ته هم دوام ورکړی.
په همدې حال کې، د غور د کار او ټولنیزو چارو رییس ملا نصرالله انصار پژواک ته وویل چې د هغو ماشومانو لپاره چې له خطر سره مخ دی، د دغه ریاست د روزنتون په چوکاټ کې یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه، اوس مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مالی ملاتړ د 370 بېسرپرسته او کارګرو ماشومانو لپاره د شپې او ورځې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
نوموړی وویل: «د غور د کار او ټولنیزو چارو ریاست، له غیردولتی همکارو موسسو سره په همغږۍ، د کارګرو ماشومانو لرونکو کورنیو د ملاتړ او دغو ماشومانو ته ښوونځیو او مدرسو ته د تګ زمینې برابرولو لپاره د حرفوی او مسلکی زدهکړو پروګرامونه پیل کړی او په دې برخه کې هڅې کوو.»
د غور د کار او ټولنیزو چارو رییس زیاتوی چې د دغو پروګرامونو له لارې د فیروزکوه، تیورې، شهرک، پسابند او چهارسدې ولسوالیو د یو زر او 800 کسانو لپاره د کار زمینه او حرفوی او مسلکی زدهکړې برابرې شوې دی.
د هغه په خبره، د دغو پروګرامونو د پلی کېدو موخه د زیانمنو ماشومانو ملاتړ، له بېوزلو کورنیو سره مرسته او د داسې زمینې برابرول دی چې ماشومان د سختو کارونو پر ځای خپلو زدهکړو او تعلیم ته دوام ورکړی.
