بڼوال زیاتوی، په تېرو کلونو کې بارانونو، نباتی ناروغیو او طبیعی افتونو د دوی حاصلات زیانمنول، خو سږ کال د مناسبې هوا له امله دغه ستونزې کمې وې او تاکونو ښه حاصل ورکړی دی.

د غزنی د ګیلان ولسوالۍ یو بڼوال حاجی عنایت وایی، تېر کال یې له شاوخوا زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړی وو، خو سږ کال یې حاصلات نږدې درې برابره شوی دی.

هغه پژواک ته وویل: «تېر کال مې له زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړل، خو سږ کال نږدې درې برابره زیات شوی او کېدای شی له څلور تر څلورنیم زره منه انګور ترلاسه کړم.»

عنایت وایی، د باغونو پر جوړولو او پالنه یې ډېر لګښت کړی، خو د بازار د کمزورتیا له امله اندېښنه لری چې خپل لګښتونه به هم پوره نه کړای شی.

د هغه په خبره، تېر کال سوداګرو د انګورو یو من په شاوخوا 170 افغانۍ اخیست، خو سږ کال یې ان د ښه کیفیت انګور په 70 افغانیو هم په اسانه نه پلورل کېږی.

د سیمې یو بل بڼوال محمدانور وایی، سږ کال یې د انګورو حاصلات «فوق‌العاده» دی، خو د مناسب بازار نشتوالی اندېښمن کړی دی.

هغه وایی، په سیمه کې یې ممیزخونې شته، خو ډېری یې معیاری نه دی او د محصولاتو ساتنې لپاره کافی امکانات نه لری.

بل بڼوال نصیب‌الله وایی، په تېرو کلونو کې به د حاصلاتو پر مهال ګڼ شمېر سوداګر سیمې ته ورتلل او باغونه به یې په قرارداد نیول، خو سږ کال تر اوسه د پام وړ سوداګر سیمې ته نه دی ورغلی.

هغه وویل: «زه وېرېږم چې انګور مې خراب نه شی، نو سر له اوسه مې مزدوران ورته نیولی او په دښته کې مې د انګورو وچولو تابیا نیولې ده.»

نوموړی له حکومت او سوداګرو وغوښتل چې د غزنی انګورو ته په کور دننه او بهر کې بازار پیدا کړی، د صادراتو زمینه ورته برابره او د محصولاتو د ساتنې لپاره معیاری سړې خونې جوړې کړی.

دوی له پاکستان سره د سوداګرۍ دوام او د دغه هېواد د سرحدونو پرانیستی پاتې کېدل هم مهم بولی. د دوی په خبره، پاکستان د افغانستان د تازه او وچو مېوو له مهمو بازارونو څخه دی او د سرحدونو تړل کېدل د حاصلاتو پر بیو او پلور اغېز کوی.

د غزنی د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات شاوخوا 500 زره مټریک ټنه اټکل شوی چې د تېر کال په پرتله 10 سلنه زیاتوالی ښیی.

د کرنې ریاست ویاند قاری ذکریا هوتک پژواک ته وویل، تېر کال په غزنی کې د انګورو حاصلات شاوخوا 454 زره مټریک ټنه اټکل شوی وو او سږ کال تر اوسه په حاصلاتو کې 10 سلنه زیاتوالی راغلی چې ښایی دا کچه نوره هم لوړه شی.

هوتک وایی، که څه هم کله ناکله د هېواد په سرحدونو کې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږی، خو دوی هڅه کوی چې د غزنی د انګورو او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره بازار پیدا او د ساتنې په موخه د سړو خونو جوړېدو زمینه برابره کړی.

اقتصادی کارپوه محمدفاروق بویا وایی، حکومت باید په هېواد کې د معیاری سړو خونو جوړولو ترڅنګ د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره په سیمه، اسیا او اروپا کې نوی بازارونه پیدا کړی.

د هغه په خبره، د صادراتو د بازارونو تنوع به د افغانستان کرنیز محصولات له یوه هېواد او یوه سوداګریز مسیر سره له تړل کېدو وژغوری او پر پاکستانی بازارونو به اتکا هم راکمه کړی.

غزنی د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د انګورو ګڼ باغونه لری او هر کال په پراخه کچه تازه انګور او ممیز تولیدوی.