د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز ویلی، پنجاب له داسې امنیتی ګواښونو سره مخ دی چې سرچینه یې یوازې له بهرنیو هېوادونو نه، بلکې د پاکستان له دننه ده. 

نوموړې په ځانګړی ډول د بلوچستان او خیبر پښتونخوا نومونه اخیستی او ویلی یې دی چې له دغو دوو ایالتونو څخه پنجاب ته متوجه امنیتی ګواښونه، د هند او افغانستان په ګډون، د ګاونډیو هېوادونو له احتمالی ګواښونو څخه ډیر جدی دی.

د مریم نواز دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږی چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پاکستانی امنیتی ځواکونو پر ضد د وسله‌والو بریدونو راپورونه دوام لری او اسلام‌اباد له پراخو امنیتی ننګونو سره مخ دی. 

په دواړو ایالتونو کې د دولت او وسله‌والو ترمنځ اوږدې شخړې د پاکستان د امنیتی وضعیت پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږی.

 د پاکستان د پارلمان پخوانی مرستیال رئیس او د بلوچستان سیاستوال قاسم سوری هم د دغه ایالت امنیتی وضعیت ډیر خراب بللی دی. نوموړی ادعا کړې چې په بلوچستان کې ناامنی خپل وروستی حد ته رسېدلې او «هیڅ داسې سیمه نشته چې په بشپړه توګه امنه وی».

قاسم سوری د پاکستان پر پوځ مشر او لومړی وزیر هم نیوکه کړې او ویلی یې دی چې د امنیتی ځواکونو د ساتنې پر ځای د تحریک انصاف ګوند ځپلو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. هغه د هغو پاکستانی سرتېرو د جنازو موضوع هم یاده کړې چې د ده په وینا، پوځ یې دشپې په تیاره کې خپلو کورنیو ته سپاری.

سوری د پاکستان اوسنی وضعیت له سختې نیوکې سره داسې انځور کړی چې ګواکې هېواد له خپل عادی حالت څخه وتلی او خلک یې داسې وضعیت تجربه کوی لکه په لیبیا، سوریه یا د افریقا په یوه هېواد کې چې ژوند کوی.

په بلوچستان کې بلوڅ وسله‌والې ډلې د پاکستان له حکومت او پوځ سره د اوږدې شخړې په ترڅ کې د بریدونو مسوولیت اخلی او وایی چې د بلوچستان د سیاسی، اقتصادی او طبیعی سرچینو د حقونو او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوی.

په خیبر پښتونخوا کې هم د پاکستانی پوځ او پولیسو پر ضد د وسله‌والو بریدونه له کلونو راهیسې د اسلام‌اباد لپاره جدی امنیتی ستونزه ده او هره ورځ له پوځ، پولیسو او ملیشو قربانی اخلی.

د دې ترڅنګ، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د جبری ورکېدو، نیول کېدو او د بشری حقونو د سرغړونو په اړه د مدنی ټولنو او بشری حقونو د فعالانو اندېښنې هم مطرح شوې دی، خو پاکستانی چارواکی د دغو تورونو یوه برخه ردوی.

د پاکستان امنیتی ستونزې یوازې په وسله‌والو بریدونو کې نه محدودېږی؛ هېواد له کورنیو سیاسی اختلافونو، اقتصادی فشارونو او د بهرنیو پورونو له درانه بار سره هم مخ دی. د همدې عواملو یوځای کېدل د پاکستان د دولت لپاره د امنیت، سیاست او اقتصاد په برخو کې د فشار څو اړخیزه کړۍ رامنځته کوی.

 د مریم نواز څرګندونې دا پوښتنه بیا راولاړوی چې د پاکستان امنیتی ستونزه تر کومه ځایه له بهرنیو پولو اوړی او د هېواد دننه د ثبات پر مسئله بدلېږی او د پاکستان کورنۍ موضوع ګرځی.

که په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ناامنی، په مرکز کې سیاسی کړکېچ او اقتصادی فشارونه هم‌مهاله دوام وکړی، د اسلام‌اباد لپاره تر ټولو ستره ننګونه به له بهرنیو ګواښونو سره مقابله نه، بلکې د خپل کور دننه د ثبات ساتل وی.