اعلامیه

د آمایش کارت لرونکو محترمو ته پام

محترم کډوال چې د دې استازولۍ په کاری ساحه (د خراسان رضوی، شمالی، جنوبی او ګلستان ولایتونو) کې اوسېدونکی دی، او د آمایش کارت لرونکی دی، او د ځانګړی هویت تثبیت (تثبیت هویت ویژه) د ترلاسه کولو غوښتونکی دی، لطفاً لاندې نکات په پام کې نیسی او د اعلان شوی لینک له لارې کولای شی د نوبت اخیستو لپاره اقدام وکړی، او یوازې په هغه ټاکل شوې نېټه چې د نوبت له مخې ترلاسه کوی، د دې استازولۍ د ځانګړی هویت تثبیت مرکز ته مراجعه وکړی:

1. د غوښتونکی شخص خپله تذکره (پېژندپاڼه) لرل اړین دی.
2. که چېرې غوښتونکی شخص تذکره ونه لری، نو د یوه له قریبو خپلوانو (پلار، ورور یا خور) تذکره لازمه ده.
3. که چېرې غوښتونکی شخص تذکره ونه لری او د یوه اصلی (اول درجې) خپلوان تذکره ورنه شی وړاندې کړی، نو کولای شی د یوه بل خپلوان (لکه نیکه، وراره، ترور، تره زوی یا عمه) تذکره، او د پلار هویتی اسناد لکه د آمایش کارت، سرشمېرنې پاڼه، د مړینې سند یا پوځی رخصتۍ (ترخیص عسکری) د هویت د تثبیت لپاره وړاندې کړی.
4. د ماشومانو (اطفال) د هویت د تثبیت لپاره، د زیږون سند (ګواهی ولادت) وړاندې کول اړین دی، او که د زیږون سند ونه شی، نو د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصویب شوی DNA ازموینه (تست) لازمه ده.
5. هغه غوښتونکی چې د آمایش کارت لرونکی دی او پخوا یې د هویت تثبیت لپاره د نوبت اخیستو ثبت کړی و، باید بیا له دې لاندې لینک څخه ثبت کړی (مخکینی ثبتونه اعتبار نلری).
6. د کورنۍ هر غړی باید په جلا توګه د نوبت اخیستو لپاره ثبت او نوبت ترلاسه کړی.

د ثبت لینک:

🖇 http://ivsf.nsia.gov.af/appointment_form