اسوشیټېد پرېس خبری اژانس راپور ورکړی چې د امریکا مرکزی قوماندانۍ (سنټکام) ویلی، امریکایی ځواکونو د سې‌شنبې په ورځ د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ وروسته له هغه په نښه کړې چې د دغه مرکز په وینا، سپاه پاسداران په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې هڅه کړې وه چې د امریکا د سمندری ځواکونو یوه جنګی بېړۍ په بالسټیک توغندیو وولی.

سنټکام ویلی چې امریکایی جنګی بېړۍ په دغو بریدونو کې زیانمنه شوې نه ده او هیڅ امریکایی سرتېری ته هم زیان نه دی اوښتی. د دغه مرکز په خبره، پر بېړیو له برید مخکې یې د هغو عملې ته خبرداری ورکړی و چې بېړۍ پرېږدی.

ورته مهال، د ایران صداوسیما خبری اژانس راپور ورکړی چې د سې‌شنبې په شپه د دغه هېواد دوه تېل‌وړونکې بېړۍ د هرمزګان ولایت ختیځ کې د جاسک ولسوالۍ په ساحل کې د امریکا په توغندیز برید کې په نښه شوې دی. یادې رسنۍ لیکلی چې د دغو بېړیو عمله د ژغورنې په کښتیو کې د جاسک ساحل ته لېږدول شوې ده. دغه‌راز، خبری سرچینو په دې سیمه کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید خبر هم ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې ایرانی ځواکونو د امریکا د بریدونو غبرګون کې په سیمه کې د امریکایی ځواکونو ځینی اډې چې یوه د اردن اډه هم پکې شامله ده، په نښه کړې دی.

د ایران صداوسیما د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی چې د ایران هوایی او فضایی ځواکونو په اردن کې د الازرق اډه په توغندیز برید کې په نښه کړې ده. سپاه ادعا کړې چې په دې اډه کې د امریکایی «F-15»،«F-16»  او «F-35» جنګی الوتکو او د «MQ-9» بې‌پیلوټه الوتکو ځینې پټنځایونه په نښه شوی دی.

بلخوا، د اردن پوځ ویلی چې د دغه هېواد هوایی دفاعی سیسټمونو 18 بالسټیک توغندی شنډ کړی او دوه نور توغندی په نااستوګنو سیمو کې لوېدلی دی؛ د سرچینې په خبره چې د مرګ‌ژوبلې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

اسوشیټېد پرېس لیکلی چې وروستی بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د متقابلو بریدونو د لړۍ یوه برخه ده؛ په داسې حال کې چې د هرمز تنګی پر سر هم کړکېچونه دوام لری. د جګړې له پیله مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل له همدې لارې تېرېدل.