د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین سلاکار یوری اوشاکوف ویلی چې دغې ټیلېفونی خبرې تېره ورځ (سهشنبه) ناوخته شاوخوا یو ساعت دوام وکړ او پوتین هم د ټرمپ له نظره ملاتړ کړی دی.
د اوشاکوف په خبره، پوتین په دغو خبرو کې د هغو اقداماتو په اړه بحث کړی چې امریکا یې کولی شی د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ترسره کړی او له ټرمپ سره یې د جګړې د ډګر د وضعیت په اړه خپله ارزونه هم شریکه کړې ده.
د راپور له مخې، اوشاکوف زیاته کړې چې ټرمپ ټینګار کړی، د جګړې ژر پای ته رسول کولی شی د روسیې او امریکا ترمنځ د پراخو اړیکو، په ځانګړی ډول په سوداګریزو او اقتصادی برخو کې، د بیا رغېدو زمینه برابره کړی.
هغه ویلی چې ټرمپ غواړی د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې د جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې پرمختګ وشی او پوتین هم د دغه دریځ ملاتړ کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین سلاکار دغهراز ویلی چې پوتین په دغو خبرو کې ټینګار کړی چې روسیه د اروپا پر وړاندې هیڅ ډول دښمنانه نیت نه لری.
د اوشاکوف په خبره، پوتین د اروپایی هېوادونو پر وړاندې د روسیې د ګواښ په اړه ادعاوې رد کړې او ویلی یې دی چې مسکو د اروپا پر وړاندې هیڅ ډول تعرضی پلان نه لری.
د یادونې ده، دغه ټیلېفونی خبرې مسکو او کییف ته د امریکا د استازو سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د تېرې اونۍ په وروستیو کې له سفر وروسته ترسره شوې دی.
د راپور له مخې، هغوی هڅه کوی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره درېدلې خبرې اترې بېرته روانې کړی.
