د عرب نیوز د راپور له مخې، د پاکستان طبی او ستوماتولوژۍ شورا (PMDC) د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه لیک کې ویلی، هغه افغان محصلین چې مخکې د دغه هېواد په طبی یا د ستوماتولوژۍ پروګرامونو کې ثبت شوی، باید بېرته افغانستان ته ستانه شی.

د راپور له مخې، په دغه لیک کې له ښوونیزو مرکزونو غوښتل شوی چې د دغو محصلینو د وتلو د اسانتیا ترڅنګ ټول اړینې اداری چارې چې د نه‌ممانعت سند (NOC) صادرول هم پکې شامل دی، ترسره کړی.

دې شورا ویلی چې په روان تحصیلی کال کې، تر بلې خبرتیا پورې، د افغانستان اتباعو ته د نوی شاملېدو، د محصلینو ځای پر ځای کولو، د انتقال، تحصیلی مهاجرت یا د نورو اسانتیاوو اجازه نشته.

عرب نیوز راپور کې راغلی، دغه لارښوونه داسې مهال شوې چې پاکستان د افغان اتباعو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر چټک کړی او د اسلام‌اباد او افغان حکومت ترمنځ اړیکې هم له لا ډېرو کړکېچونو سره مخ شوې دی.

د پاکستان طبی او ستوماتولوژۍ شورا په خپل لیک کې نه دی ویلی چې اوس مهال د دغه هېواد په طبی پوهنتونونو او کالجونو کې څومره افغان محصلین پر زده‌کړو بوخت دی او دا هم نه ده روښانه کړې چې ایا هغه محصلین چې د خپلو زده‌کړو بشپړولو په درشل کې دی، له دې لارښوونې مستثنا دی که نه.

د پاکستان طبی او ستوماتولوژۍ شورا یوه چارواکی هم عرب نیوز ته د دغه لیک اصالت تایید کړی، خو د نورو جزئیاتو په اړه یې څه نه دی ویلی.