په کابل کې د ایران سفارت سرپرست طلوع‌نیوز ته وایی، تاریخی، فرهنګی، جغرافیایی او دینی مشترکاتو ته په پام، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادی او سوداګریزې همکارۍ د پراخېدو په حال کې دی.

د نوموړی په وینا، د دواړو هېوادونو موخه دا ده چې د سوداګرۍ کچه 10 میلیارد ډالرو ته لوړه کړی.

علیرضا بیک‌دلی زیاتوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس نږدې څلور میلیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوی هدف ته د رسېدو لپاره د سړکونو، اوسپنې پټلۍ او ټرانزیټی زیربناوو پراختیا اړینه ده.

ښاغلی بیک‌دلی وویل: «موږ هدف 10 میلیارد ډالر ټاکلی او نن ادعا کولی شم چې د دې هدف لویه برخه ترلاسه شوې ده. له نېکه‌مرغه، دې هدف ته د رسېدو لپاره مناسبو سرحدی لارو، سړکونو او اوسپنې پټلۍ ته اړتیا وه، چې نن ټول برابر شوی دی.»

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست ټینګار کوی چې د سوداګرۍ د زیاتېدو پر وړاندې یوه اصلی ننګونه د ځینو سرحدی لارو محدود ظرفیت دی او د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراخېدو لپاره باید د دوغارون، ماهی‌رود، ابونصر فراهی، میلک او ابرېښم لارې پراخې شی.

نوموړی د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ هم یوه مهمه سوداګریزه لار بللې او ویلی یې دی چې له دې لارې د توکو د لېږد کچه په کال کې نږدې یو نیم میلیون ټنو ته رسېدلې ده.

بیک‌دلی زیاته کړه: «ستونزې پېژندل شوې دی؛ خو موږ حتی دا خنډونه نه شو بللی. دا په حقیقت کې له ګران افغانستان سره د ورورولۍ اړیکو او ښه ګاونډیتوب د پراختیا لپاره نوې اړتیاوې دی. موږ دغو موخو ته د رسېدو لپاره پر خبرو او پلان جوړونې بوخت یو.»

خو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له زیاتېدو سره سره، ایران ته د افغانستان صادرات لا هم له دغه هېواده د وارداتو په پرتله خورا کم دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د صادراتو او وارداتو د پام وړ توپیر ښیی.

اقتصادی شنونکی جان‌آقا نوید وایی: «د نورو هېوادونو په پرتله ایران د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې په سر کې دی او له همدې امله زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لری. د دواړو هېوادونو ترمنځ 10 میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې لوړولو موخه شونې ده او حتی هیله کېدای شی چې دا کچه له 10 میلیارد ډالرو هم واوړی.»

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست د هرات ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ پراختیا او د فراه ـ ماهی‌رود سړک بشپړول هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او ټرانزیټی همکاریو د پراختیا له نورو پروګرامونو بللی دی.