د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې پر خپله شخصی پاڼه لیکلی:

«د تېلو د بیې کنټرول نور ممکن نه دی. د امریکا حکومت د بیو د کنټرول لپاره له بېلابېلو وسیلو کار اخیستی، خو ټولې یې خپل اغېز له لاسه ورکړی دی.

د دروغو خپرول او د ناسمو روایتونو رامنځته کول، د تېلو په بازار کې مستقیمه، لنډمهاله او مصنوعی لاسوهنه، او همدارنګه د روانی او بیې د ټکان د رامنځته کولو په موخه د ستراتېژیکو زېرمو خوشې کول، هغه وسیلې دی چې امریکا ترې کار اخیستی دی.

چارټونه په څرګنده توګه ښیی چې په راتلونکی کې د تېلو د بیې د لوړېدو بهیر دوام لری او د دې بهیر د درېدلو امکان نشته.

د بازار بله مرحله پیل شوې ده؛ داسې مرحله چې د امریکا حکومت کولای شی داسې وښیی چې ګواکې له رامنځته کېدو یې خبر نه دی.»