رویټرز راپور ورکړی چې ولودیمیر زلنسکی د دوشنبې په ورځ دغه څرګندونې په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې کړې دی.
د راپور له مخې، د زلنسکی څرګندونې ښیی چې اوکراین په رسمی ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا نه ده تایید کړې چې ویلی یې دی، روسیې او اوکراین هوکړه کړې چې د یو بل د انرژۍ هدفونه به نه په نښه کوی.
زلنسکی ویلی، اوکراین ډاډه نه دی چې روسیه به داسې یوې هوکړې ته ژمنه پاتې شی.
هغه زیاته کړې چې جګړه باید پای ته ورسېږی او د مهمو بنسټیزو تاسیساتو په برخه کې د تاوتریخوالی کمول د سولې پر لور لومړی ګام کېدای شی.
د ده په خبره، اوکراین په دې اړه له خپلو شریکانو روښانه او مشخص جزییات غواړی.
زلنسکی ویلی، اوکراین چمتو دی په داسې یوه هوکړه کې شامل شی چې له مخې یې پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه ودرول شی، خو دا ډول هوکړه باید د باور وړ او اوږدمهاله وی او د خلکو پر ژوند واقعی اغېز ولری.
بلخوا، ډونالډ ټرمپ په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې ادعا کړې چې اوکراین هوکړه کړې د روسیې د انرژۍ هدفونه به نه په نښه کوی او روسیې هم له ورته اقدام سره موافقه کړې ده.
په همدې حال کې، کرملین د دوشنبې په ورځ له اوکراین څخه د ټرمپ د هغې مخکنۍ غوښتنې هرکلی کړی چې د روسیې د ډیزل تېلو د تولید پر تاسیساتو بریدونه ودروی.
د کرملین ویاند دیمیتری پسکوف ویلی، له کییف څخه د روسیې پر ملکی اقتصادی بنسټیزو تاسیساتو د بریدونو د درولو د هرې غوښتنې هرکلی کوی.
رویټرز راپور ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو اوږدواټن بریدونو د روسیې د نفتو پر تصفیهخونو د دغه هېواد د سونتوکو تولید کم کړی او په ځینو سیمو کې یې د پټرولو د کمښت لامل شوی دی.
اوکراین تر دې مخکې ویلی وو چې د روسیې د نفتو پر تصفیهخونو په بریدونو سره هڅه کوی د مسکو لپاره د جګړې د دوام لګښت لوړ کړی.
پسکوف دغهراز ویلی چې د انرژۍ د نړیوالو بازارونو وضعیت تر ډېره د خلیج په سیمه کې د بېثباتۍ او تاوتریخوالی د زیاتېدو له امله مخ پر خرابېدو دی.
