د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزی د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلی چې دغه نندارتون د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډ تولید او پانګونې ته د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
هغه ویلی چې افغانستان د غالیو، ټوکر جوړولو، جامو، چرمی محصولاتو، خوراکی توکو او پروسس شوو کرنیزو محصولاتو برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لری او اوزبېکستان هم د تولید، ټکنالوجۍ، نساجۍ، ماشینونو او پروسس برخو کې پراخ ظرفیتونه لری.
عزیزی د دواړو هېوادونو د خصوصی سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو پر جوړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دغه نندارتون پایلې باید د سوداګریزو تړونونو، ګډو پانګونو، د تولید زیاتوالی او د صادراتو د پراختیا لامل شی.
د اوزبېکستان د سرخاندریا ولایت والی اولوغبیک قاسیموف هم په دغو مراسمو کې افغانستان او اوزبېکستان دوه دوست او وروڼه هېوادونه بللی دی.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام او د سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه نندارتون څنډه کې د افغانستان د غضنفر بانک او د اوزبېکستان د «اوزیکس» د اجناسو بورس ترمنځ د همکارۍ تړون هم لاسلیک شوی دی.
د دغه تړون له مخې، سوداګر کولای شی د توکو پېرلو پر مهال د هغو د ارزښت 10 سلنه د غضنفر بانک له لارې خپل حساب ته ولېږدوی او پاتې 90 سلنه پیسې د توکو له چمتو کېدو وروسته ورکړی.
خبرپاڼه کې راغلی چې دغه تړون اوزبېکستانی سوداګرو ته د افغانستان د محصولاتو پېرلو زمینه هم برابروی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړی او د افغانستان او اوزبېکستان محصولات پکې په څه باندې 100 غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
دغه وزارت زیاتوی چې د افغانستان په غرفو کې غالۍ، زعفران، قیمتی او نیمهقیمتی ډبرې، لاسی صنایع، پنبه، وچې مېوې او جامې نندارې ته وړاندې شوی دی.
