کابل ته د ترکیې او قطر د امنیتی چارواکو له هم‌مهاله سفرونو وروسته، د کورنیو چارو وزارت ویاند وایی چې د دواړو هېوادونو پلاوو د اسلامی امارت له چارواکو سره په لیدنو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر کړکېچ، د ایران پر وضعیت او سیمه‌ییزو امنیتی همکاریو خبرې کړې دی.

عبدالمتین قانع ویلی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه و او لورو د اختلافونو د حل او اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایی: «یوه مهمه موضوع چې په دغو لیدنو کې ترکیې، افغانستان او قطر پرې نظرونه تبادله کړل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات وو. موږ ټولو ژمنه وکړه چې د دې موضوع د حل او په ځانګړې توګه د دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به په ګډه کار کوو.»

قانع همداراز ویلی چې د ایران وضعیت او هلته د شرایطو د احتمالی خرابېدو سیمه‌ییزې پایلې، په ځانګړې توګه پر افغانستان، قطر او ترکیې، د بحث له نورو موضوعاتو څخه وې.

عبدالمتین قانع ویلی: «افغانستان ته د ترکیې او قطر د لوړپوړو پلاوو سفر د اړیکو د پیاوړتیا او ښه‌والی لپاره، په ځانګړې توګه په سیمه‌ییزه کچه او په امنیتی او اقتصادی برخو کې، یو مهم ګام دی. دغه سفر به د سیاسی، اقتصادی او سوداګریزو اړیکو په ښه‌والی او پراختیا کې هم مرسته وکړی. دا اړیکې د متقابل درناوی او د سیمې د هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دی.»

العربیه د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې که څه هم د ترکیې او قطر پلاوو په یوه وخت افغانستان ته سفر کړی و، خو سفرونه یې ګډ نه وو او د دواړو پلاوو د کاری پروګرامونو په اړه همغږی نه وه شوې.

د راپور له مخې، هر پلاوی جلا لیدنې ترسره کړې او خپله ځانګړې اجنډا یې تعقیب کړې ده.

سیاسی شنونکی محمد اسلم دانشمل وایی: «د ترکیې د پلاوی د سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې په حل کې مرسته ده، په ځانګړې توګه هغې هوکړې ته په پام چې د ترکیې او پاکستان ترمنځ شته.»

سیاسی شنونکی رومان شیرزاد وایی: «که څه هم دغه سفرونه له یو بل سره همغږی شوی نه وو، خو موخې یې سیمه‌ییز، سیاسی او د اسلامی هېوادونو ترمنځ اړخونه هم لری. قطر، د یوه داسې هېواد په توګه چې له افغانستان سره دوستانه اړیکې لری، د افغانستان په اړوندو مسایلو کې ښکېل پاتې شوی دی.»

د ترکیې پلاوی چې د دغه هېواد د استخباراتی ادارې د مشر په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، د کابل او کندهار له سفر وروسته پاکستان ته تللی دی. هلته دغه پلاوی له پاکستانی امنیتی چارواکو سره لیدلی او د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د ترکیې پر هڅو هم خبرې کړې دی.