Back
دکابل ښار په اتمه ناحیه کى چاودنه وشوه
Published: 1389/05/14 0:0News ID: 1214Source: آژانس خبری ایرکا

دنن سهار په لومړیو وختو کې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې چاودنه وشوه دکابل ښاردپولیسو داتمې حوزی د جنایی جرمونو پرخلاف دمبارزی امر ته وویل : پیښه دنوى کارتی په څلویښت متره سړک کې ترخاورو لاندې په هغه ځاى کى چې دسړک جوړولو دیو شرکت کارکوونکى په کار بوخت و دایښودل شوی ماین دچاودنې زیږنده ده اود پولیسو دیو رنجر موټر دتیریدو په وخت کې پیښه را منځته شوه ددغه ماین د چاودنې له امله چې له لری واټن څخه کنټرولیده دسرزیان نه دى رسیدلى یوازی دپولیسو دسپرلۍ موټر یو څه زیانمن شوى.