دناتوعمومی منشی اندریس فوګ راسموسن وایی، د افغانستان د بهرنیوچارو له وزیرزلمی رسول سره د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ګټوره وه. د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د بلجیم په پایتخت بروکسل کی په غونډه کې تر2014 کال پورې افغان امنیتی ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد او د ناتو له خوا د نورو افغان امنیتی ځواکونو د روزنې په نوی ماموریت تمرکز کړی و. د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانونن د غونډې په دوهمه ورځ په افغانستان کې په بریالۍ توګه د امنیتی مسولیتونود لیږ بهیروڅیړه. د امریکا متحدو ایالتونو د ناتو پر نورو غړیو هیوادونو فشارراوست چې له 2014 کال وروسته چې د نړیوالو ځواکونو ډیره برخه له افغانستانه وځی، د افغان امنیتی ځواکونو سره د مرستو کړې ژمنې پرځای کړی. د شیکاګو په غوڼده کې نړیوالو مرسته کونکو له 2015 کال وروسته د دوکلونو په مخه تر2017 کاله پورې له افغان امنیتی ځواکونو سره په کال کې د 4،1 میلیارډ ډالرو مرسته ژمنه کړې وه.