Back
افغانستان په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد اعلان شو
افغانستان په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد اعلان شو
Published: 1391/09/16 5:40News ID: 12389Source: ایرکا خبری آژانس

د روڼوالی نړیوال سازمان له خوا په یوه تازه خپاره شوی راپور کې افغانستان، صومالیا او شمالی کوریا د نړۍ تر ټولو زیات فاسد هېوادونه اعلان شوی دی.
د روڼوالی نړیوال سازمان (ټرانسپرنسی انټرنېشنل) د اداری فساد په اړه خپل کلنى راپور نن (د لېندۍ 15مه) خپور کړ.
د روڼوالی نړیواله اداره، چې په 1993 میلادی کال کې جوړه شوې او مرکز یې په برلین کې دى، د نړۍ په یو سلو اتیا هېوادونو کې دفترونه لری، چې د فساد په اړه معلومات راټولوی.
دغې ادارې په خپل کلنی راپورکې، چې په کې د نړۍ په 174 هېوادونو کې د اداری فساد موارد څېړل شوی، افغانستان ته له صومالیا او شمالی کوریا سره یوځاى لومړى مقام ورکړى دى.
د راپور د معلوماتو له مخې، د 2012 کال په راپور کې افغانستان ، صومالیا او شمالی کوریا له 100 څخه تر ټولو کمې اته، اته نومرې اخیستې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د 2011 کال پر مهال د 15 نومرو او په 2010 کال کې د 11 نومرو په اخیستو سره دویم مقام خپل کړى و.
په یاد راپور کې راغلی، چې ډنمارک، نیوزیلینډ او فنلینډ د 90 نومرو په اخیستلو سره هغه هېوادونه دی، چې له اداری فساد څخه تر ډېره بریده پاک دی.
په دغه لېست کې د تېر کال په پرتله په پاکستان کې هم فساد زیات شوى او نومرې یې له 42 څخه 33 ته راټیټې شوې، هندوستان په دغه لېست کې 36 مفسد هېواد دى.
په افغانستان کې د اداری فساد پر ضد د مبارزې د افغانی شبکې مشر ډاکتر شفیق همدم پر یاد راپور د اندېښنې په څرګندولو سره وایی، نور هېوادونه پرمختګ کوی، خو افغانستان شا ته روان دى. دا موږ افغانانو او حکومت ته ډېر د شرم ځاى دى، چې د هر کال په تېرېدو سره زموږ په هېواد کې فساد زیاتیږی.
نوموړی له حکومت څخه وغوښتل، چې د شعارونو او تشو ژمنو پر ځاى دې د اداری فساد پر ضد په سمه توګه او کلکه مبارزه وکړی، مفسد چارواکی له دندو ګوښه او د قانون منګولو ته وسپاری.
که څخه هم د افغانستان حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمی غبرګون نه دى ښودلى، خو پخوا یې دا ډول راپورونه رد کړی دی.
د افغانستان په حکومت کې د فساد د موجودیت په اړه په نړیواله کچه پراخې اندېښنې موجودې دی او په ځینو مواردو کې د افغان دولت او د نړیوالو متحدینو ترمنځ یې د اړیکو د خرابېدو لامل هم ګرځېدلى دى.