Back
په ځانمرګی برید کې دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Published: 1389/05/18 0:0News ID: 1262Source: ایرکا خبری آژانس

د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانمرګى برید وشو، چې له کبله یې دوه پولیس ووژل شول او د پنځو پولیسو په ګډون لس تنه ټپیان شول.
د لویدیځ زون ساحوی قوماندان جنرال اکرام الدین یاور، چې له دې پېښې روغ رواتى و، رسنیو ته ویلی، چې ځانمرګى برید کوونکی د ده د ساتونکو دوه وروستی موټر په نښه کړل، چې په ترڅ کې یې دغه پېښه رامنځته شوه.
نوموړی زیاته کړه، چې د پېښې په ځاى کې د تېلو بار موټر هم سوځېدلی، چې په وینا یې، له همدې امله د یو شمېر پولیسو ټپونه ژور شوی دی.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوال ضیاء الدین شریفی رسنیو ته وویل، چې یوه ځانمرګی بریدکوونکی، چې په کورولا موټر کې سپور وو، د ولسوالۍ ودانۍ په 500 مترۍ کې یې د لوېدیځې حوزې د ساحوی پولیسو قوماندانۍ د یوه رېنجر موټر په مخ کې ځان والوځاوه.
د نوموړی په وینا، د تېلو دوه ټانکرونه چې په سیمه کې وو، هم په بشپړه توګه سوځېدلی او د پولیسو رېنجر هم زیانمن شوى دى.
د ګذرې ولسوال، د ولسوالۍ او کابل بانک ودانیو د زیانمنېدو خبره هم وکړه.
د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې.