Back
هرات کې د ځان سېځنې کچه 47 سلنه لوړه شوې
Published: 1389/05/18 0:0News ID: 1279Source: ایرکا خبری آژانس

سیمه ییز ډاکټران وایی، په هرات ولایت کې د ښځو په ځان سوځنه کې د تېر کال په پرتله 47 سلنه زیاتوالى راغلى.
دوى خبر دارى ورکړ که دولت د دې ستونزې د حل لاره ونه مومی نو دا کار به په هرات ولایت کې یو لوى ناورین رامنځ ته کړی.
د هرات د 600 بستریز روغتون د سوځنې د څانکې مشر ډاکتر جلالی کلید ته وویل، چې په دې ولایت کې د ځان سوځنې پېښې د تېر لمریز کال په پرتله په سلو کی 47 سلنه زیات والى ښیی.
جلالی وېره څرګنده کړه، که دا ارقام همداسی لوړ شی نو په هرات ولایت کی په یو لوى ناورین رامنځته شی.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه بد رواج د هرات ډیرى کورنیو ته لاره پیدا کړې او لا هم په خورېدو دى.
د نوموړی په وینا، د دغې پېښو ډیرى قربانیان د کم عمر لرونکی ښځې وی، چې په وینا یې عمرونه یې د 15 او 30 ترمنځ وی.
جلالی وایی، چې تېر کال د کال په 5 لمړیو میاشتو کې موږ 35 د ځان سوځنې پېښې درلودې، خو سږ کال تراوسه 73 د ځان سوځنې پېښې زموز سره ثبت شوی.
د نوموړی په وینا، که څه هم په هرات ولایت کې داسې ډېرې ټولنې شته، چې په دې برخو کې ښځو ته لارښونې کوی، ترڅو خپل ځانونه ونسېځی، خو د دې ولایت ډیرى اوسېدونکی وایی، چې دې ټولنو په دې برخه کې هېڅ لاسته راوړنې نه درلودې.