Back
افغان او امریکایی پوځیانو د ټولو امریکایی پوځیانو د وتلو امکان رد کړ
افغان او امریکایی پوځیانو د ټولو امریکایی پوځیانو د وتلو امکان رد کړ
Published: 1391/10/22 12:15News ID: 12842Source: ایرکا خبری آژانس

د امریکا دفاع وزیر او د افغانستان د حکومت یوه جګپوړی چارواکی پرون هغه نظر رد کړ چې ګنې امریکا له افغانستانه ټول عسکر باسی.
د افغانستان د حکومت یوه چارواکی وویل چې توقع نه لری چې ټول امریکایی پوځیان به له 2014 وروسته له افغانستانه ووځی.
د ولسمشر کرزی د دفتر رییس عبدالکریم خزم دا خبره وروسته له دې وکړه چې د بارک اوباما د ملی امنیت د سلاکار مرستیال له افغانستانه د ټولو امریکایی پوځیانو د وتلو احتمال مطرح کړ.
د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت مرستیال سلاکار بن رودز د سنې شنبې په ورځ وویل چې دوی صفر ته د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو په شمول هیڅ احتمال نه ردوی. امریکا په دې کلکه ولاړه نه ده چې خامخا دې په افغانستان کې پوځیان ولری. ده ټینګار وکړ:«موږ یو هدف لرو او هغه د دې خبرې یقینی کول دی چې افغانستان به بیا د القاعده پر ځالې نه بدلېږی او د افغانستان حکومت دومره امنیتی ځواکونه لری چې د افغان حکومت د امنیت ساتلو لپاره کافی دی. »
خو ښاغلی خرم ازادی راډیو ته وویل چې دوی فکر نه کوی چې امریکا به له 2014 وروسته په افغانستان کې هیڅ پوځی پرې نږدی.
د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا هم پرون په واشنګټن کې له ولسمشر کرزی سره په کتنه کې وویل چې امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له افغانستان سره اوږدمهالو همکاریو ته تر 2014 وروسته هم دوام ورکوی.
د بن رودز له څرګندونو وروسته د افغانستان د ولسی جرګې ځینو غړیو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې امریکایی پوځیانو لا خپل ماموریت نه دی بشپړ کړی.
خو عبدالکریم خرم وایی چې د ټولو امریکایی عسکرو د وتلو موضوع نه مخکې او نه اوس په امریکا کې د دوی د سفر په لړ کې مطرح شوې ده.
افغان چارواکو څو ځلی ویلی چې بهرنیو پوځیانو ته اړتیا نه لری خو له هغوی څخه خپلو امنیتی ځواکونو ته د ښو وسلو او تجهیزاتو غوښتونکی دی.
افغان چارواکو د جنګی الوتکو، توپونو او نورو درنو وسلو تقاضا کړې او په عین حال کې یې د ناټو او امریکا له لوری د افغان ځواکونو د روزنیز پروګرام د دوام غوښتنه کړې ده.
په همدې حال طالبانو له ډېر ځنډ وروسته له افغانستانه د ټولو امریکایی پوځیانو د وتلو په اړه د امریکا د ملی امنیت د سلاکار د څرګندونو هرکلی وکړ.