د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر، خالدمشعل په قاهره کې د عربی ټولنې له عمومی منشی سره وکتل. خالد مشعل په دې کتنه کې د مصر له ولسمشر او نورو چارواکو او همدارنګه د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره د خپلو خبرو اترو پایلې د عربی ټولنې مشر، نبیل العربی ته وړاندې کړې.