Back
په جنوب کې 7 وسله والو طالبان ووژل شول
Published: 1389/05/19 0:0News ID: 1291Source: ایرکا خبری آژانس

د ملی دفاع وزارت په بېلا بېلو علمیاتو کې د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو او پنځو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د یاد شوی وزارت د مطبوعاتی دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دغه عملیات د کندهار په ژېړۍ، د پکتیا په زرمت او د زابل په شاه جوى ولسوالیو کې ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه عملیات د بګرام د ځانګړې قطعې او د ایتلافی ځواکونو د ځانګړې قطعې د ځواکونو لخوا په ګډه په لاره اچول شوی وو.
د ملی دفاع وزارت ویلی، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې اوه وسلوال مخالفین وژل شوی او پنځه نور شکمن کسان نیول شوی دی .
په خبرپاڼه کې په دې عملیاتو کې د ملی اردو د دوو سرتېرو د ټپی کېدو خبر هم ورکړل شوى دى .