Back
حامد کرزی له جنرال پیټریوس او کیانی سره ولیدل
Published: 1389/05/19 0:0News ID: 1292Source: ایرکا خبری آژانس

جمهور رئیس کرزی په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پیټریویس او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال پروېز اشفاق کیانی سره ولیدل.
د جمهور رئیس د ویندوى له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دغه لیدنه پرون له غرمې وروسته شوې ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې لیدنه کې یادو شویو جنرالانو د هغو موضوعاتو په اړه جمهور رئیس کرزی ته معلومات ورکړل، چې د ناټو، پاکستان او افغانستان ترمنځ د نظامی کمېسیون په غونډه کې مطرح شوی دی.
دغه نظامی غونډه پرون له غرمې مخکې په کابل کې جوړه شوه.
د سرچینې دمعلوماتو له مخې، یادو شویو چارواکیو دغه راز په اړوندو مسایلو هم خبرې هم وکړې.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال کیانی، د ناټو، پاکستان او افغانستان ترمنځ د نظامی کمېسیون په غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته راغلى دى.