Back
کندهار ښار کې ګډ تصفیوی عملیات ترسره شول
Published: 1389/05/19 0:0News ID: 1294Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار د امنیه قوماندان شېرمحمد ځاځی په مشرۍ د کندهار ښار په محل نجات سیمه کې د ملی پولیسو، ملی اردو اوایتلافی ځواکونو لخوا گډ پوځی عملیات ترسره شول .
د کندهار د والی له دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې، چې تېره ورځ ترسره شول، یوه زیاته اندازه چاودیدونکی توکی ترلاسه شوی دی. خبرپاڼه زیاتوی، چې امنیتی ځواکونه په دې توانیدلی، چې دوه تنه د مخالفینو له منگلو را خلاص کړی.
په دغو عملیاتو کې د ځایی چارواکو په وینا، درې تنه مخالفین او شپاړس تنه مشکوک کسان هم نیول شوی.
په کندهار کې د تصفیوی عملیاتو دا لړۍ ورسته له هغې پیل شوه، چې د کندهار والی پوهنوال ډاکټر توریالى ویسا د جمهور رئیس کرزی د حکم پر اساس د دغه ولایت د نظامی شوراء رئېس وټاکل شو.