د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې نورالدین عزیزی د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علی‌ابادی سره، په کابل کې د ایران د سفیر علیرضا بیکدلی په حضور کې لیدلی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د شاوخوا دوه زره میګاواټه برېښنا صادرولو، د برېښنا تولید دستګاوو او د اوبو د تصفیې فابریکو لپاره د اړینو تجهیزاتو او همداراز د افغانستان د برېښنا تولید برخه کې د اړتیا وړ تجهیزاتو صادرولو په اړه خبرې شوې دی.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادی ظرفیتونو، د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو په اړه هم بحث شوی دی.

د ایران د انرژۍ وزیر او ورسره مل پلاوی د دواړو هېوادونو پر ګډو اړیکو او فرهنګ ټینګار کړی او نورالدین عزیزی ته یې بلنه ورکړې څو په ایران په راتلونکو میاشتو کې د اوبو او برېښنا په جوړېدونکو نندارتونونو کې ګډون وکړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې عزیزی د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو اقتصادی او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا برخه کې خپل چمتووالی او ملاتړ څرګند کړی دی.

د یادونې ده، د ایران د انرژۍ وزیر عباس علی‌ابادی پرون کابل ته راغلی و.