د ناروې د نوبل کمېټې د اعلان له مخې، دغه جایزه پیلای ته د سولې او نړۍوالو قوانینو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په پار ورکړل شوې ده.
سرچینه کاږی چې د نړۍوالو قوانینو نظام له سخت فشار سره مخ دی او بنسټونه یې تر بریدونو لاندې دی.
یادې کمېټې ویلی چې 85 کلنه ناوی پیلای په سوېلی افریقا کې زېږېدلې او د حقوقو برخه کې اوږده تجربه لری. سرچینه دغهراز زیاتوی چې هغې د خپل مسلکی ژوند په لومړیو کې د نژادی تبعیض پر ضد د مبارزې د فعالانو په ګډون له نېلسن منډېلا دفاع کړې ده.
د نوبل کمېټې په خبره، پیلای په 1967 کال کې د سوېلی افریقا په ناتال سیمه کې لومړنۍ ښځه وه چې خپله حقوقی اداره یې پرانیسته او وروسته د دغه هېواد د عالی محکمې لومړنۍ غیرسپینپوستې ښځینه قاضۍ شوه.
د سرچینې په وینا چې پیلای د روانډا لپاره د ملګرو ملتونو په نړۍواله جنایی محکمه او د جرمونو په نړۍواله محکمه کې هم د قاضۍ په توګه دنده ترسره کړې او له 2008 څخه تر 2014 کال پورې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمېشنره وه او زیاتوی چې نوموړې اوس د عدالت نړۍوالې محکمې د ځانګړې قاضۍ په توګه دنده ترسره کوی.
سرچینه زیاتوی چې پیلای د ملګرو ملتونو د هغې څېړنیزې کمېټې مشری هم کړې چې د فلسطین داشغال شوو سیمو په ګډون د غزې او اسراییل په اړه یې څېړنې کړې وې. دغې کمېټې تېر کال پایله وړاندې کړه چې اسراییل په غزه کې نسلوژنه کړې ده؛ خو اسرائیل دغه راپور رد کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د نوبل د سولې جایزه چې ارزښت یې 12 میلیونه سویډنی کرون او شاوخوا 1.2 میلیونه امریکایی ډالره دی، د ډسمبر په 10مه په ناروې کې د الفریډ نوبل د مړینې د کلیزې په مناسبت ګټونکې ته سپارل کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې د 2026 کال د نوبل د سولې جایزې له اعلان مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی وو چې د دې جایزې مستحق دی، خو په دې اړه یې شک هم څرګند کړی و چې د ناروې د نوبل کمېټه به یې نوم غوره کړی. ټرمپ په وار وار د دې جایزې د ګټلو هیله څرګنده کړې وه.
د یادونې ده، د 2025 کال د نوبل د سولې جایزه د وینزویلا د اپوزېسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو ته د دغه هېواد د خلکو د ډیموکراتیکو حقونو د ملاتړ او له استبدادی نظام څخه د سولهییز بدلون لپاره د هڅو په پار ورکړل شوې وه. ماچادو د 2026 کال په جنورۍ کې له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خپل د نوبل مډال هغه ته ډالۍ کړ؛ خو د نوبل کمېټې ټینګار کړی چې د جایزې د ګټونکی لقب نه لېږدول کېږی او نه له بل چا سره شریکېدای شی.
