د افغانستان او ایران د خصوصی سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غونډه په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوری جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان او ایران خصوصی سکتورونو په بېلابېلو اقتصادی برخو کې د 451.8 میلیونه ډالرو په ارزښت 28 هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وایی، د افغانستان او ایران اقتصادی همکارۍ باید یوازې پر پېر او پلور محدودې پاتې نه شی، بلکې د انرژۍ او ګډو پانګونو برخو ته هم وغځول شی.

نوموړی زیاتوی چې افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لری او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غونډې باید عملی پایلې ولری.

د دې خونې رییس سید کریم هاشمی په دې اړه وویل: «موږ د ایران له درنو پانګوالو، صنعت‌کارانو او سوداګرو غواړو چې له خپلو افغان سیالانو سره په ګډه دا فرصتونه د دواړو هېوادونو په ګټه پر عملی او ګټورو پروژو بدل کړی.»

د دې خونې د ولایتی چارو مرستیال فیض‌احمد خوافی په دې اړه زیاته کړه: «د دواړو هېوادونو له ټولو صنعت‌کارانو او سوداګرو غواړم چې له نننی فرصت څخه ګټه واخلی، رغنده او هدفمندې خبرې وکړی او د کرنې، صنعت، کانونو، تولید او انرژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونه وڅېړی.»

په همدې حال کې، د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وایی چې افغانستان او ایران د برېښنا، نفتی توکو او صنعتی محصولاتو په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره پراخ فرصتونه لری.

نوموړی ټینګار کوی چې د دواړو هېوادونو همکارۍ باید یوازې صادراتو او د افغانستان بازار ته محدودې پاتې نه شی.

د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال قدیر قیافه په دې اړه وویل: «موږ له ځینو خنډونو سره مخ یو چې باید له منځه یووړل شی. ځینې خنډونه د ایران په لوری او ځینې نور په افغانستان کې دی. یو له جدی خنډونو څخه چې موږ ورسره مخ یو، د مالی، بانکی او پولی راکړو ورکړو مساله ده.»

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غړې ندا شیرین د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه وویل: «موږ افغانستان ته راغلی یو، څو له سوداګریزو فعالیتونو او سوداګرو سره لا ډېر اشنا شو او وکولای شو د افغانستان او ایران ترمنځ روانې اړیکې په پراخه کچه معرفی کړو.»

دا غونډه د امام ابوحنیفه د پنځم ملی او نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او پانګونې د پراختیا په موخه جوړه شوې ده.