د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه نن شپه 8:30 بجې ترسره شوه.
برازیل وتوانېد چې افغانستان ته شپږ پر صفر ماتې ورکړی او د دغو سیالیو اتلولی خپله کړی.
د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملی لوبډلې له جاپان سره د لوبې په مساوی پای ته رسولو او د پیرو او کېپوېرد لوبډلو پر وړاندې بریا سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار موندلې وه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، برازیل، جاپان، اندونیزیا، پیرو او کېپوېرد ملی لوبډلو ګډون کړی و.
