محمدباقر قالیباف د امریکائی کلتور له مخې د جوړ شوی یوه انځوریز پیغام (میم) په خپرولو سره، له ایران سره د جنګ د بېلابېلو پایلو په اړه څرګنده کړه: که تاسو فکر کوئ چې له ایران سره جنګ  به تاسو ته ګټه ورسوی، نو په تېروتنې کې یاست؛ ځکه دا انتخاب به درته لږ تر لږه لس تراخې پایلې  ولری. د ونډو د بازار له  ځواړتیا  رانیولې د جنګی الوتکو تر نسکورېدو، د پورونو له زیاتوالی رانیولې د انفلیشن او د وژل شویو امریکایی عسکرو  د شمېر تر لوړېدو پورې.

هغه زیاته کړه: د امریکا د ټولنې لپاره به ټولې پایلې تورتمې او ناخوښې وی. تاسو مجبور نه ئۍ  چې دا لاره وټاکئ؛ خو که دا انتخاب وکړئ، نو باید ټولې پایلې ئې وزغمئ.»

ښاغلی قالیباف خپل پیغام په دې جمله پای ته ورساوه: ؛ دا جوړ شوی ماتریکس (د پایلو دا مصنوعی چوکاټ) مات کړئ او له دغې تراخې او بې‌پایلې لوبې  ووځئ