د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلی چې تهران ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکوی او له منځګړو سره په اړیکه کې دی، څو تر یوې اونۍ په لږ وخت کې د خپل اووهورځنی پلان پلی کولو لارې چارې وڅېړی.
هغه زیاته کړې: «په داسې حال کې چې زموږ زړور وسلهوال ځواکونه د خپل هېواد د دفاع لپاره بشپړ چمتو دی، ایران لا هم ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکوی.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دغه هېواد چارواکی له منځګړو سره نږدې او پرلهپسې اړیکې لری، څو داسې وړاندیزونه وڅېړی چې د تهران د اووهورځنی پلان پلی کېدل ان له یوې اونۍ په لږ وخت کې هم تضمینولی شی.
د یادونې ده، ایران د روان کال د تلې میاشتې په لومړیو کې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووهورځنۍ نقشه وړاندې کړې وه چې د نښتو درول هم پکې شامل وو.
د راپورونو له مخې، د ایران وړاندیز د منځګړو له لارې واشنګټن ته لېږدول شوی و او موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د پخوانی تفاهملیک د شرایطو بیا پلی کول وو، چې د جون په میاشت کې پرې هوکړه شوې وه.
بلخوا، الجزیرې په خپل یوه تازه راپور کې ویلی چې د خلیج هېوادونو له ایران سره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دی، څو په منځنی ختیځ کې د کړکېچ پراخېدو او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بیا پیل مخه ونیسی.
