د معظم رهبر د دفتر د خبرتیا د سایټ له قوله لیکلی چې د اسلامی انقلاب د رهبر د ځواب متن په دا ډول دی:

بسمه‌ تعالی

ګرانو اولادونو السلام علیکم!

ستاسو له مینې ډک لیکونه مې ولوستل. ستاسو، د ځوانو او هڅاندو محصلینو له ډېرو مهربانیو مننه کوم او ستاسو ټولو لپاره، چې پر ما مو حق اېښی دی، ځانګړې دعاګانې کوم.

ستاسو په لیکونو او د ډېرو هغو ځوانانو او محصلینو په لیکونو کې چې پر ما خپله مینه او مهربانی لوروی، د راتلونکی د جوړولو لپاره هوډ، اراده او د مسئولیت احساس ځلېږی. دا ټینګه ژمنه یو ارزښتناک امانت دی، چې جرړې یې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم د سوچه اسلام په مکتب او د ستر امام خمینی او شهید خامنه‌یی اعلی‌الله مقامهما الشّریف ، په میراث کې غځېدلې دی او له یو بل سره زموږ د «ګډې ژمنې» د تړاو مزی دی.

د دې موخې لپاره تر خپله وسه، ځانونه د علم او ایمان، د نفس د تزکیې، له خدای سره د اُنس او د قرآن کریم او اهل‌بیت علیهم‌السلام له معارفو سره د ژورې بلدتیا په وسلو سمبال کړئ. د لا ډېرو هڅو او نوښتونو له لارې د ګران ایران ځواک او اقتدار زیات کړئ، څو زمونږ د مهربان مولا، حضرت امام مهدی عجل‌الله تعالی فرجه الشریف، په دعا او برکت سره، د ګډې ژمنې د لښکرو له لوری د پرمختګ او اسلامی ـ ایرانی تمدن د لوړو څوکو پر لور د لارې وهلو بهیر، ان‌شاءالله، لا ښه او په چټکۍ سره عملی شی.

‌سیّد مجتبی حسینی خامنه‌ای
د 1405 کال د لړم 6مه