د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت وایی، ټاکل شوې سبا (پنجشنبه) د روسیې د لومړی وزیر د مرستیال الکسی اوورچوک په مشرۍ یو لوړپوړی روسی پلاوی کابل ته سفر وکړی.
په دغه پلاوی کې یو شمېر روسی پانګوال او سوداګر هم شامل دی.
د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادی پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوې دی.
د سیاسی چارو شنونکی خلیلاحمد نادم په دې اړه وایی: «افغانستان ته د روسیې د لوړپوړی پلاوی سفر، د دواړو هېوادونو د اقتصادی اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د افغانستان حکومت ته له سیاسی پلوه هم اهمیت لری. په داسې حال کې چې روسیه یوازینی هېواد دی چې اسلامی امارت یې په رسمیت پېژندلی، دغه ډول سفرونه کولای شی د افغانستان له حکومت سره د نورو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره هم زمینه برابره کړی.»
دا کابل ته د روسیې د لومړی وزیر د مرستیال الکسی اوورچوک دویم سفر دی.
نوموړی تر دې وړاندې هم د 1403 کال په لیندۍ میاشت کې د روسیې د امنیت شورا د منشی سرګی شویګو په مشرۍ د یوه لوړپوړی روسی پلاوی په ترکیب کې کابل ته سفر کړی و.
دواړو هېوادونو په وروستیو میاشتو کې د همکاریو د پراختیا لپاره خپلې اړیکې او تماسونه زیات کړی دی.
د طلوعنیوز د خپرو شویو راپورونو له مخې، په 2026 کال کې د افغانستان او روسیې د چارواکو او پلاوو لږترلږه پنځه سفرونه ثبت شوی دی.
د افغانستان له لوری د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثمانی روسیې ته سفرونه کړی دی.
د روسیې له لوری هم د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته سفر کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو آمر احسانالله احسان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د اهمیت په اړه ویلی: «اوس مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګری په عادی ډول روانه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ راتګ کولای شی د اقتصادی، سوداګریزو او ټرانزیټی همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړی.»
د سیاسی اړیکو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو اقتصادی راکړه ورکړه هم پراخه شوې ده.
د روسی چارواکو په وینا، د 2026 کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه نیم برابره لوړه شوې ده.
د اقتصادی چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وایی: «روسیه هم د بندیزونو له امله د خپلو توکو د صادراتو لپاره د نویو بازارونو په لټه کې ده. دغه هېواد غواړی د افغانستان له لارې د سویلی اسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړی؛ ځکه روسیه د تېلو او ګازو له سترو تولیدوونکو څخه ده او د دغو محصولاتو د پلور لپاره بازارونو ته اړتیا لری. افغانستان کولای شی دغو بازارونو ته د لاسرسی لپاره د مسکو له مهمو مسیرونو څخه وی.»
روسیه هڅه کوی افغانستان ته د خپلو توکو صادرات په ځانګړې توګه د انرژۍ، کرنیزو محصولاتو او نقلیه وسایطو په برخو کې پراخ کړی.
د ټرانسپورټی او ټرانزیټی لارو پراختیا او د پانګونې په برخه کې همکاری هم د هغو موضوعاتو له ډلې بلل کېږی چې مسکو ورته ځانګړې پاملرنه لری.
