د پوهنې وزارت په افغانستان کې د زدهکړو د وضعیت په اړه د یونسکو او یونیسف د ګډ راپور په غبرګون کې وایی چې د رسمی زدهکړو له نظامه د 53 سلنه ماشومانو بهر پاتې کېدل په دې معنا نه دی، چې هغوی په بشپړه توګه له زدهکړو بېبرخې دی؛ ځکه خصوصی ښوونځی، دینی مدرسې او نور ښوونیز پروګرامونه هم باید په دغو شمېرو کې په پام کې ونیول شی.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په 1405 لمریز کال کې له 7.6 میلیونو ډېر زدهکوونکی په څه باندې 18 زره دولتی او خصوصی ښوونځیو کې او له 2.4 میلیونو ډېر طالبالعلمان په څه باندې 20 زره دینی مدرسو کې پر زدهکړو بوخت دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې په تېرو پنځو کلونو کې نږدې پنځه میلیونه نوی زدهکوونکی د پوهنې په نظام کې جذب شوی، په لرې پرتو او محرومو سیمو کې 373 نوی ښوونځی جوړ شوی او له 48.7 میلیونو ټوکه ډېر درسی کتابونه وېشل شوی دی.
همداراز، د څه باندې زر ښوونیزو مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د څلور زره او 160 ښوونیزو مرکزونو ودانۍ بیارغول شوې دی.
د یونسکو او یونیسف په هغه راپور کې، چې د لړم پر 13مه خپور شوی، راغلی چې د لومړنیو زدهکړو د عمر 53 سلنه ماشومان د رسمی زدهکړو له نظامه بهر پاتې دی او له 2.6 میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دی. دغه راپور د زدهکوونکو د زدهکړې د کچې د ټیټوالی خبر هم ورکړی دی.
د دغه راپور له مخې، 162 زره زدهکوونکی، چې 64 سلنه یې نجونې دی، په پنځه زره او 300 سیمهییزو ښوونیزو ټولګیو کې زدهکړې کوی.
همداراز، د څلورم ټولګی له زدهکوونکو څخه تر نیمایی لږ یې د ژبې د مهارتونو لږترلږه کچې ته رسېږی او یوازې څلورمه برخه یې په ریاضی کې لږترلږه اړین مهارتونه ترلاسه کوی.
د پوهنې وزارت د 53 سلنه ماشومانو د شمېرې د محاسبې د بنسټ د روښانه کېدو غوښتنه کړې او ویلی یې دی، چې د معلوماتو د تخنیکی ارزونې او پرتله کولو لپاره له یونسکو او یونیسف سره همکارۍ ته چمتو دی.
له دې سره، د دواړو لورو د شمېرو د محاسبې په څرنګوالی او پوښښ کې توپیر دا اړتیا لا څرګندوی، چې د شمېرو د راټولولو او محاسبې تګلارې روښانه او زدهکړو ته د ماشومانو د واقعی لاسرسی کچه وارزول شی.
