د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاستالوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند د روسیې د لومړی وزیر له مرستیال الکسی اوورچوک سره په کتنه کې ویلی چې افغانستان غواړی د سوداګریزو اسانتیاوو او ګډو پانګونو د پراختیا له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم د هغوی له اقتصادی ظرفیتونو سره سم تر ممکنه لوړې کچې ورسوی.
هغه روسی شرکتونو ته بلنه ورکړې چې له افغان شریکانو سره د کانونو په استخراج، د صنعتی فابریکو، زېربناوو، ځانګړو اقتصادی زونونو او نورو اقتصادی پروژو په جوړولو او پراختیا کې پانګونه وکړی.
ملا برادر زیاته کړې چې په افغانستان کې د ګډو صنعتی پانګونو، له نړیوالو معیارونو سره سم د صنعتی پارکونو، ګډو ځانګړو اقتصادی زونونو او وچو بندرونو د جوړولو او فعالولو او د سوداګریزو زېربناوو د پراختیا په برخو کې د روسی پانګوالو لپاره فرصتونه شته.
ملا برادر دغه راز ویلی چې روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړی ډول د جلغوزیو، انځرو، زعفرانو، انګورو، انارو او پنبې د صادراتو د پراختیا او په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د روسی پانګونې لپاره هم زمینه برابره ده.
د روسیې د لومړی وزیر مرستیال الکسی اوورچوک د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی دی. په دغه پلاوی کې د روسیې د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر مسوولین، سوداګر او پانګوال شامل دی. ټاکل شوې چې دغه پلاوی له افغان چارواکو سره د سیاسی، اقتصادی، سوداګریزو او ټرانزیټی اړیکو او ګډو پراختیایی پروژو په اړه خبرې وکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو هوکړهلیکونه هم لاسلیک شی.
