د ریاست‌الوزرا اقتصادی معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلی چې دغه هوکړه‌لیکونه افغانستان ته د درملو، غنمو، اوړو او غوړیو د واردولو او له افغانستان څخه روسیې ته د تازه مېوو، په ځانګړې توګه د انارو د صادراتو په برخو کې لاسلیک شوی دی.

سرچینه زیاتوی چې دغه تفاهم‌لیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادی همکاریو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوی او له مخې به یې افغانستان او روسیه په بېلابېلو برخو کې سوداګری وکړی.