دغه شرکت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلی چې پر دې مسیر به لومړۍ الوتنه د روان کال د لیندۍ میاشتې په څلورمه نېټه ترسره شی.

آریانا زیاته کړې چې مسافر کولای شی د دغه مسیر ټکټونه د یاد شرکت له مرکزی دفتر، رسمی استازولیو، سیاحتی شرکتونو او په هوایی ډګرونو کې د آریانا له څانګو ترلاسه کړی.

دغه شرکت وایی، هڅه کوی د خپلو کورنیو او نړیوالو الوتنو په پراختیا سره د هېوادوالو د سفر اړتیاوې پوره او هغوی ته لا ډېرې معیاری اسانتیاوې برابرې کړی.