د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ، د وردګ پوهنتون له لوری، د اسلامی امارت د مشرتابه د فرمانونو اغېزې؛ له اسلامی رهبرۍ څخه تر شرعی، ټولنیزو، سیاسی، اقتصادی او فرهنګی پرمختګونو پورې، تر سرلیک لاندې علمی ـ څېړنیز کنفرانس تېره ورځ په کابل پوهنتون کې پیل شوی دی.   په دغه کنفرانس کې زرګونو علماوو، د پوهنتونونو استادانو، څېرونکو او د ا.ا مشرانو ګډون کړی دی او نن د ا.ا زعیم شیخ هیبت الله اخوندزاده کابل ته راغلی او یاد کنفرانس کې یې وینا کړې ده.

هغه ویلی چې د اسلامی امارت سیاست د شریعت او قرانکریم سیاست دی، له امارت پرته د شریعت پلی کول ناشونی دی او خلک باید د اسلامی امارت له تعریف او حقیقت سره اشنا شی.

ده ویلی، د امیر احترام د رعیت احترام دی او مومنان باید د یوه وجود په څېر یو موټی شی او د یو بل ملاتړ وکړی؛ ځکه الله تعالی د یووالی او یو موټی‌والی امر کړی دی.

د اسلامی امارت مشر زیاته کړې: «زما له تنفیذی امر پرته قصاص او حدودو نه اجرا کېږی، د اسلامی امارت پرته د شریعت تطبیق ناممکن دی، یووالی د امیر په مرسته رامنځته کېږی.»

هغه زیاته کړې چې د فتنې د له منځه وړلو لپاره باید قربانی ورکړل شی او ده د فتنې د دروازو د تړلو په موخه د اسلامی امارت قیادت قبول کړی دی.

دی وایی: «زما بدن دې وسوځول شی، خو مسلمانان دې له فتنې وژغورل شی، وعده درسره کوم چې د خپل واک ساتلو لپاره مسلمانان خپلو کې نه سره جنګوم.»

د اسلامی امارت رهبر زیاته کړې، که علما سره متفق شی هېڅوک یې مقابله نشی کولی او که څوک د منکر په مخنیوی کې ووژل شی بهترین شهید دی.

هغه ویلی، اوس د دې وخت رارسېدلی چې خلکو ته دین ورسول شی، د هغوی فکرونه جوړ شی او اسلامی امارت وروپېژندل شی.

دی وایی چې اوس د هېواد ان د یوې لوېشتې خاورې واک هم د بل چا په لاس کې نه دی او زیاته کړې یې ده چې فتنه پای ته رسېدلې او اسلامی امارت جوړ شوی؛ نو باید ساتنه یې وشی.

د اسلامی امارت زعیم له هېواده بهر پر مېشتو افغانانو غږ کړی چې افغانستان ته راستانه شی او په امن کې ژوند وکړی؛ هغه ویلی چې ټول افغانان له توپیر پرته په هېواد کې په امن کې ژوند کولای شی.

د افغانستان ملی راډیو ټلویزیون راپور ورکړی چې د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلو جیدو دینی عالمانو په دغه کنفرانس کې شیخ هبت‌الله اخندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکړی دی.