د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال او د دغه هېواد د ګمرکونو عمومی رئیس فرود عسګری او د افغانستان د ګمرکونو عمومی رئیس محمدحامد احمد په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د ګمرکی چارو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دی.
د هوکړې له مخې، ټاکل شوې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون، ماهیرود او میلک درېیو ګډو سرحدی ګمرکونو فعالیتونه 24 ساعته شی، څو د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد چټک او د ټرانزیټ په بهیر کې ځنډونه کم شی.
په دې غونډه کې د ګمرکی معلوماتو د برېښنایی تبادلې پر پراختیا هم خبرې شوې دی او دواړو لورو هوکړه کړې چې د دې کار له لارې به د سوداګرو لپاره د ګمرکی اسنادو او تشریفاتو بهیر چټک او اسانه شی.
د ایران د ګمرکونو چارواکو د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته د ګمرکی اصولو او مقرراتو په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو چمتووالی هم څرګند کړی دی.
په ورته وخت کې، د افغانستان د ګمرکونو عمومی رئیس محمدحامد احمد د ایران د ګمرکونو له عمومی رئیس فرود عسګری غوښتی چې د ګډو ګمرکی موضوعاتو د څېړلو لپاره راتلونکې غونډه په کابل کې جوړه کړی.
د اقتصادی چارو کارپوه عبدالهادی فرهنګ وایی، په ګمرکونو کې د اسانتیاوو رامنځته کول اړین دی او افغانستان کولای شی د ګمرکی چارو د ښه والی لپاره د ایران له تجربو ګټه واخلی.
بلخوا د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې د دغه هېواد مازندران ولایت ته تللی او هلته یې د کرنیزو او تولیدی فعالیتونو له یو شمېر مرکزونو لیدنه کړې ده.
د مالیې وزیر په مازندران کې له جوړو شویو محلی فابریکو، د کبانو له روزنځایونو او د تازه مېوو د بستهبندۍ له مرکزونو لیدنه کړې ده.
د مازندران ولایت چارواکو له افغان پلاوی سره په لیدنه کې د کرنې، سوداګرۍ او نورو اړوندو برخو کې د مسلکی او تخنیکی همکاریو د پراختیا ژمنه کړې ده.
مازندران د ایران په شمال کې د کسپین سمندرګی پر غاړه پروت ولایت دی، چې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړی ډول د تروشو مېوو د باغونو او د کبانو د روزنې د فارمونو له امله د دغه هېواد له مهمو تولیدی ولایتونو څخه ګڼل کېږی.
هېره دې نه وی چې ایران د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږی او د دوغارون، ماهیرود او میلک له لارو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پام وړ سوداګریز توکی لېږدول کېږی.
